خبرونه

د پوهنې مینه والو ته د مبارکی پیغام!

    د لوی خدای(ج) څخه ډیر منندوی یو چې مونږ ته یې بریالیتوب را په برخه کړ. تر څو د ساینس او ښوونیزې تکنالوژی لوی ریاست تر نامه لاندې په دري، پښتو او انګلیسی ژبو، د پوهي د پرمختګ، د ساینس او ریاضیاتو لپاره انترنتی سایت جوړ کړ، تر څو د پوهنې ټول مینه­والو ته یو ښه مرستندویه او لارښوونکی د ګرانو هیوادوالو لپاره څرګند شې.

   څرنګه چې د زده­کړي اصطلاح پخپل ذات کې یوه وسیله ده چې انسانان د هغی وسیلي څخه په خپل مسلکی ژوندانه کې تری څیره او بڼه اخلی. چی د همدی امله یو روښانه راتلونکی په خپل میل او هیلو سره برابروی. او د شعور په درلودلو سره په هغه باندی تسلط پیدا کوي. پس د انسانانو د ژوند هیڅ یوه ګړی (لحظه) د زده کړی څخه تش نه وي. همدارنګه داسی یو انسان نه پیدا کیږی چی پخپل ژوندانه کی یی زده­کړه نه وی کړی او یا هم زده­کړه یی نه وی ورکړی. البته د ژوندانه ښکلا په همدی کې ده چې انسان په دوامداره توګه د زده­کړی ورکولو او زده کړی په حال کې وي. په دی ٌصورت کې کولاي شو زده­کړه او زده­کړه ورکول د ژوندي پاتې کیدو د یوی ځانګړی موخی په نوم سره ونوموو. هرڅومره چې زده­کړه او د زده­کړی ورکول په ښه ډول سره صورت ونیسی، ژوندي پاتې کیدل او ژوندکول خوندور او د ډیری معنی درلودونکی کیږي. څرنګه چې د پرمختللی جهان تجربو جوته کړی ده، هرڅومره چې انسان ښه تربیه او زده­کړه ترلاسه کړي او زده­کړه خپل هنر وګرځوي نو په هماغه کچه ډیر شرایط لکه: ګټه، کامیابی، نیکمرغی، پرمختګ، ترقی، ښه ژوند او د نسل بقا په نصیب یی کیږي. له دی څخه پرته د خپلې ټولنې لپاره یو فعال او د کاروړ شخصیت حسابیږي او ټول دغه ډول زده­کړه­ ييز شخصیتونو ته ډیر اړين او درناوی یی کوي.

  څرنګه چې طبیعی علوم یوه ترتیب شوي مجموعه د انسان د لاسته راوړنو پایله د طبیعیت د عالم د درک لپاره ده چې د تجربو په مرسته لاسته راځي. بناْ د پوهنې د وزارت له رهبری پلاوی څخه چې د نوموړی سایت په جوړولو کې د ساینس او ښونیزی تکنالوژی سره هر اړخیزه مرسته کړی مننه کوو.

  ستاسو د سالمه وړاندیزونو او نیوه­کو په هیله

په درنښت

پوهندوی سید اصغر حیدری

د ساینس او ښوونیزې تکنالوژی لوی رییس